په پراګ کې د پي، ار، ټي نړیواله غونډه پای ته ورسېده

د افغانستان د ولایتی رغونې د ټیمونو یا پي، ار، ټي نړیواله غونډه نن په پراګ کې پای ته ورسېده.

د دغې غونډې د درېیمې ورځې جلسه د ازادي راډیو په دفتر کې وشوه.

د غونډې هدف دا و، چې په افغانستان کې د پي، ار، ټي ډلو او د دولت ترمنځ هماهنګي پراخه شي او د ولایتونو پرمختیا په متوازنه توګه ترسره شي.

د افغانستان د محلی ارګانونو د ادارې مشر غلام جیلاني پوپل او د لوګر، کندز او غور والیانو په دې غونډه کې برخه واخیسته.