تمه كيږي چې د افغانستان جمهور رييس او ورسره پلاوى يې نن په جرمني كې د دغه هيواد له صدراعظمې انګيلا مېركل او ځينو نورو چارواكو سره وګوري.
د افغانستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر خبر وركړى، چې ټاكل شوې حامد كرزي د جرمني له صدراعظمې انګيلا ميركل سره په افغانستان كې د دغه هېواد د ځواكونو د حضور، موثريت همداراز له افغانستان سره د جرمني د لا ډېرو مرستو په اړه خبرې وكړي.
تر دې مخكې جمهور رييس حامد كرزى د تركيې په استانبول ښار كې د افغانستان پاكستان او تركيې په درې اړخيزې ناستې او يوه سيمه يېز كنفرانس كې ګدون وكړ.
جرمني ته د جمهور رييس كرزي له سفر مخكې د دغه هيواد صدراعظمې اعلان وكړ چې افغانستان ته به پنځه سوه نور عسكر واستوي او په پام كې نه لري، چې له افغانستان څخه د خپلوعسكرو د وتلو لپاره نيټه وټاكي.
جمهور رييس حامد كرزى به له جرمني څخه لندن ته ولاړ شي او سبا به هلته د افغانستان په اړه په جوړيدونكو كنفرانس كې برخه واخلي.