د هايتي د زلزله ځپلو سره د مرستې په اړه کاناډا کې غونډه جوړیږي

په هایتي کې له ورانوونکې زلزلې وروسته په پام کې ده، چې نن په کاناډا کې دې هېواد ته د اړتیا وړ مرستو په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې چې د کاناډا په مونتریال ښارکې جوړېږي د امریکا، فرانسې او لاتینې امریکا د څو هېوادو د بهرنیوچارو وزیران ګډون کوي.

د هایتي چارواکو په دې زلزله کې تراوسه د یوسل او پنځوس زره کسانو مړینه تایید کړې ده.

په مصیبت ځپلې هایتي کې پرون یوځل بیا د زلزلې ټکانونه ولیدل شول خو د زیانونو په اړه یې تراوسه راپور نه دی ورکړل شوی.