شمالي وزیرستان کې طالبانو شپږ تنه د جاسوسۍ په تور وژلي

پاکستانی چارواکو دهغو شپږو سړیو مړي موندلي چې ویل کیږي وسله والو طالبانو امریکا ته د جاسوسۍ په تور وژلي وو.

په ګولیو سوري شوي پينځه جسدونه د شمالي وزیرستان په یوې سیمې کې د سړک تر څنګه موندل شوي دي .

یو بل جسد بیا د شمالې وزیرستان د قطب خیل کلي ته نیژدي موندل شوي .

سیمز پولیس وايي ددې شپږو واړو یادو شویو جسدنو سره طالب وسله والو لیکونه ایښي وو او پکې لیکلي یې دي چې دوی امریکایانو ته جاسوسي کوله او پر طالبانو د بی پیلوټه حملو په تر سره کولو کې یې ورسره مرسته کوله .

دا میاشت چې د پاکستان په صوبه سرحد د بی پیلوټه الوتکو حملې وشوي ټولې په شمالي وزیرستان باندي وې . دا سیمه له افغانستان سره پوله لري او هغه ځاي دی چې فکر کیږي د طالبانو او القاعده شبکې مرکزونه پکې دي .