بایډن په عراق کې د شفافو پارلماني انتخاباتو غوښتونکی شو

د امریکا د جمهورریس مرستیال جو بایډن وویل، د عراق راتلونکي پارلماني انتخابات باید په عادلانه اوشفاف ډول ترسره شي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري وویل بایډن دا څرګندونې په بغداد کې پرون د عراق له صدراعظم او نورو لوړ رتبه مقاماتو سره په کتنه کې وکړې.

د امریکا د ولسمشر مرستیال د جمعې په ورځ ناوخته بغداد ته ورسید څو د انتخاباتو د کمیسون لخوا د هغه خپور شوي تور لست پرسرد راپورته شوې لانجې له هواری سره مرسته وکړي چې په کې ګڼ شمیر سني او شیعه مشران په راتلونکو انتخاباتو کې له ګډون څخه منع کړای شوی دی.