کابل کې د نشه يي موادو ۱۵ قاچاق کوونکي محاکمه شول

د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي ځواكونه وايي، چې د نشه يي توکو پنځلس تنه قاچاق كوونكي يې محاكمه كړي دي.

د نشه يي توکو پرضد دې عدلي ارګان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه پنځلس تنه قاچاق كوونكي له ډېرو نشه يي توکو سره نيول شوي وو او د افغانستان د بېلابېلو سيمو اوسېدونكي دي.

په اعلاميه كې راغلي چې يوشمېر له دغو قاچاق كوونكو څخه له لسو ترپنځلسو كلونو په بند او ځينې يې د نقدې جرېمې په وركړه محكوم شوي دي.

د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي ارګان تردې وړاندې هم لسګونه تنه د مخدرو موادو د قاچاق په جرم محكوم كړي دي، خو داسې انتقادونه شته چې لاهم د نشه يي توکو لوى قاچاق كوونكي نه دي نيول شوي.