د كنړولايت امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت د شيګل ولسوالۍ د امنیې د قومندان او د لوژستيك د امر د خوشې كولو لپاره يې سيمه ايزو قومي مشرانوپه مرسته هڅې چټكې كړي دي.
د كنړ ولايت د شيګل ولسوالۍ امنیې قومندان او د لوژستيك امر وړمه شپه په دې ولسوالۍ كې وتښتول شول، د دوى د تښتولو مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.
د كنړ د امنیې قومندان خليل الله ضيايي ازادۍ راډيو ته وويل، چې په سيمه كې سپين ږيرو او قومي مشرانو هڅه پيل كړې او تمه كيږي، چې د شيګل ولسوالۍ دغه امنيتي مسوولين ډير ژر خوشې شي.
طالبانو لاتر اوسه د تښتول شوو كسانو د خوشې كولو لپاره كوم شرط نه دى وړاندې كړى.