د افغانستان جمهور رييس حامد كرزي د يوه فرمان په صادرولو سره په هيواد كې د امونيم نايتريت كمياوي سرې په توليد، استعمال، اخيستلو او خرڅولو بنديز ولګاوه.
د جمهوري رياست له خوا په يوې اعلاميې كې راغلي دي، چې وسلوال مخالفين له دغې كمياوي سرې نه په پراخه كچه د چاوديدونكو موادو په جوړولو كې ګټه اخلي.
په اعلاميې كې راغلي دي، چې كه څوك د امونيم نايتريتو كمياوي سره لري په دېرشو ورځو كې دې د دولت د كرنې او مالدارۍ ادارو ته تسليم كړي كه نه نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د افغانستان د كرنې وزير محمد اصف رحيمي له ازادي راډيو سره په خبرو كې وويل، چې په دغې سرې بنديز به د هيواد په كرنې څه ناوړه اغيزه ونه كړي.