د امریکا د جمهور رییس مرستیال جو بایډن پرون عراق ته ورسید او هڅه کوي، د مارچ د میاشتي پارلماني انتخاباتو کې د منع شویو کاندیدانو د لانجې په حل کې منځګړتوب وکړي.
یو شمېر کسان د صدام حسین له رژیم سره د تړاو په تور په انتخاباتو کې له ګډون څخه منع شوي دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زباري د جوبایډن سفر د مارچ د اوومې نیټې پارلماني انتخاباتو مخکې، د انتخاباتو د عملیې د ژغورنې ماموریت وباله.
ټاکل شوي، چې د امریکا د جمهور رییس مرستیال به د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره چې له پنځه سویو څخه زیات سیاست وال یې له انتخاباتو څخه منع کړي، خبرې وکړي.