د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون چارواکي وایي، د ولسې جرګې ېد انتخاباتو برخه لیک به نن معلوم شي.
د انتخاباتو د کمیسیون ویاند نور محمد نور پژواک خبري اژانس ته ویلې، نړیوالې ټولنې تر اوسه د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د مالي مرستو ژمنې نه دي په ځای کړي.
نور وایي، د جمهوري ریاست له انتخاباتو څخه اویا میلونه ډالره پیسې پاته دي او د ولسې جرګې د انتخاباتو لپاره دولت او نړیوالې ټولنې د نورو پنځوسو میلونو ډالرو ژمنه کړې وه، خو دا پیسې تر اوسه کمیسیون ته نه دی رسیدلي.
د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون د ولسې جرګې د انتخاباتو لپاره د جوزا لومړۍ نېټه ټاکلې او د پلان له مخې سر له نن څخه باید د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه پیل شي.
د انتخاباتو د کمیسیون ویاند ښاغلی نور وایي، که چیرې نړیواله ټولنه نه غواړي، چې د ولسي جرګې انتخابات دې په خپل وخت تر سره شي نو باید مخکی له مخکې یې کمیسیون ته خبر ورکړی وای.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو دفتر(یوناما) وایي، په هغه شرط به د ولسي جرګې د انتخاباتو د لګښتونو په برابرولو کې مرسته وکړي، چې د انتخاباتو په خپلواکه کمیسیون کې اصلاحات راشي تر څو د جمهوری ریاست د انتخاباتو د درغلیو په څیر په کې درغلۍ رامنځ ته نه شي.
د انتخاباتو کمیسیون وایي، په کمیسیون کې لازم اصلاحات راغلي، کوم چارواکي، چې په درغلیو کې ښکېل وو، دندي یې تعلیق شوي او یا له کاره لیری شوی دي.