امنیتي ځواکونو: په ۳ ولایتونو کې مو ۲۰ وسله وژلي

افغان امنيتي چارواكي ادعا كوي، چې په درېيو ولايتونو كې په تازه پوځي عملياتو كې څه باندې شل وسلوال مخالفين وژل شوي او يو شمير يې ژوندي نيول شوي.

د بادغيس د امنيې قومندان سيد احمد سامع وايي، تېره شپه د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د افغان اوبهرنيو ځواكونو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښته كې پنځلس تنه مخالفين ووژل شول.

له بلې خوا د كندز امنيتي چارواكي وايي، چې افغان اوبهرنيو ځواكونو تېره شپه په خپلو پوځي علمياتو كې په دغه ولايت كې شپږ وسلوال مخالفين وژلي او څلور نور يې ژوندي نيولي.

په عين حال كې د افغانستان د دفاع وزارت په يوې مطبوعاتي اعلاميې كې، چې نن غرمه خپره شوه، ويلي دي چې په تيرو څلورويشتو ساعتونو كې په كندهار، كندز، كابل او لوګر ولايتونو كې څلور وسلوال مخالفين وژل شوي او اوه نور ژوندي نيول شوي.

د دغو وروستيو عملياتو په اړه وسلوالو طالبانو تراوسه تبصره نه ده كړې.