د خوست ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت د يعقوبيو ولسوالۍ په ګلدار سيمه كې د افغان او ايتلافي څواكونو په ګډو عملياتو كې درې طالبان وژل شوي او ۷ كسه نور ژوندي نيول شوي دي.
په خوست كې د ملي اردو د ځواكونو د لومړۍ لوا لوى درستيزوال ظهير وردګ ازادي راډيو ته ويلي، چې په دغو عملياتو كې د سپكو او درنو وسلو دوه زېرمې او يو اندازه مهمات هم نيول شوي دي.
د جنرال وردګ په وینا د عملیاتو په بهیر کې افغان او ایتلاف ځواکونو ته کوم زیان نه رسېدلی.
طالبانو تر دې دمه د وژل شویو او نیول شویو کسانو د هویت په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.