راپورونه وايي، چې د څان وژونكو يو ډله كابل ته راننوتې او له امنيتي ځواكونو سره په نښته كې ده.
له سيمې څخه د ازادي راډيو خبريال راپور وركوي، چې دغه كسان د ولسمشرۍ ودانۍ ته نيږدې افغان فروشګاه ته ورننوتي دي او له دغه ځاى څخه پر امنيتي ځواكونو ډزې كوي.
د راپورونو له مخې عامه كتابتون ته له نيږدې ودانۍ ګلبهار سنتر څخه هم د چاودنې غږ اوريدل شوى دى.
ويل شوي، چې لومړى ځان وژونكى بريد په پښتونستان واټ كې شوى دى خو د مرګ، ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
طالبانو د دغه بريد مسووليت پر ځان منلى دى .
طالب وياند ذبيخ الله مجاهد ازادۍ راډيو ته ويلي چې شل كسه طالبان كابل ته ننوتي دي خو امنيتي ځواكونو دا ادعا نه ده تايد كړې او ويلي يې دي چې د بريدونو د شنډولو په هدف ګڼ امنيتي ځواكونو سيمې ته رسيدلي دي .