دوشنبه: د ډسمبر ۱۸مه

واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د افغانستان او پاکستان لپاره د بارک اوباما خاص استازی ریچارډ هولبروک ورستۍ وینا او د امریکایانو له خوا د بګرام د بندیانو د نومونو لیست خپرولو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې، په داسې حال کې چې ښاغلی هولبروک د کرزي ملاتړ وکړ، "د افغانستان ولسي جرګې د کرزي ډېر وړاندیزشوي وزیران رد کړل" ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې، چی د پيل په کرښو کې یې لیکي، د افغانستان او پاکستان لپاره د بارک اوباما خاص استازی ریچارډهولبروک د تېرې شنبې په ورځ وویل:

د دې وخت رارسیدلی، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د درغلیو ویناوې او د ولسمشرکرزي د حکومت د مشروعیت په اړه ګڼې پوښتنې ترشاه پرېږدو او یو ګام مخ ته واخلو.

د هولبروک په وینا دا یو مشروع حکومت دی، یو داسې حکومت چې کولای شو ورسره کار وکړو.

ښاغلی هولبروک دغه راز وویل، چې کرزی د خلکو له خوا ټاکل شوی یومشرع مشر دی.

واشنګټن پوسټ لیکي، هولبروک وایي، زه صادقانه په دې باور یم چې باید وړاندې لاړ شو او دا درک کړو، چې موږ ولې دلته یو.

د۲۰۰۹ میلادي کال یوه زیاته برخه د انتخاباتو او د خرابو امنیتي حالاتو له وجهې په اوبو لاهو شوه او دا مساله د دې سبب شوه، چې بارک اوباما د افغانستان لپاره د امریکا بهرنی سیاست په هراړخیزه توګه وڅیړي.

دغه څېړنه د تېر ډسمبر په میاشت کې هله خپل اوج ته ورسېده، چې اوباما افغانستان ته د دېرش زره نوروعسکرو د استولو او له دې هېواد سره د ملکی زیاتو مرستو اعلان وکړ.

له هغه مهال راهیسې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو بهیر پیل شوی او دا زموږ د ژمنو یوه ښه بیلګه ده. هولبروک وویل د مرستو او د ملکی پرسونل زیاتېدل دواړه یوشان مهم دی او دا د نوې ستراتیژي یوه برخه ده.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز بلې امریکایې ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې "د امریکا متحده ایالاتو د بګرام په زندان کې د بندیانو نومونه اوهویت اعلان کړل" تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی، چې په پیل کې یې لیکي، امریکایي پوځیانو د بګرام په زندان کې د ۶۴۵ بندیانو د نومونو لیست خپور کړ او په دې توګه یې د بندیانو په اړه د معلوماتو د نه خپراوي په دریځ کې بدلون راووست، چې کیدای شي دې اقدام ته د یوه ازاد سیستم پر لوري د یو ګام په سترګه وکتل شي.

د نیویارک ټایمز په وینا د بندیانو د هویت لیست د معلوماتو د ازادي د قانون په اساس، چې د امریکا د مدني ازادیو د ټولنې له خوا ثبت او د دوسیو ضمیمه شوی او مدافع وکیلانو یې هم غوښتنه کړې وه، چې د زندان د قوانیونو او د وضعیت د مقرراتو په اړه دې معلومات ورکړل شي، خپور شوی دی.

ورځپاڼه د مدافع وکیلې میلیسا ګوډمن له قوله وایي، د بګرام د بندیانو د هویت خپرېدل، د پټو توقیف ځایونو د شفافیت او حساب ورکولو په لوری یو مهم او لومړنی ګام دی.

میرمن میلیسا وایي، که څه هم دا د بندیانو د هویت په ډاګه کولو پر لوری یو محدود حرکت دی، خو هغه د بارک اوباما دړادارې له سیاستونو سره اړخ لګوي، چې غواړي عامو خلکو ته په افغانستان او ګوانتینامو کې د زندانونو د سیستم په اړه زیات معلومات ورکړي.