جمهوررييس كرزي او د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير تير ماښام د ارګ په ماڼۍ كې وليدل او د لندن د ژرجوړېدونكي كنفرانس دتياريوپه اړه يې خبرې كړي.
د جمهوري مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويلي، چې ولسمشر كرزي او ډيوېډ ميليبند له وسله والوطالبانو سره د خبرو اترو په جوړه شوې طرح او د راتلونكې كال د ملي شورا د انتخاباتوپه اړه هم خبرې اترې كړي.
په خبركې ويل شوي، چې ولسمشر كرزي له بريتانيې سره د همكاريو او روابطو د پراختيا غوښتنه كړې او د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ وركړی دى.
په عين حال كې دجمهوري رياست د مطبوعاتي د فترپه يوه بله خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي، چې جمهور رييس كرزي د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا له خاص استازي ريچارد هالبروك سره هم تيره ورځ ليده كاته كړي.
په خبركې ويل شوي، چې ښاغلي هالبروك ژمنه كړې، چې امريكا به دلندن د كنفرانس د برياليتوب لپاره هڅه وكړي ترڅو د افغانستان لپاره ښې نتيجې ولري.
د افغانستان او پاكستان لپاره د ولسمشر اوباما خاص استازي له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه كې د افغان دولت له طرحې څخه ملاتړ كړى او ويلي يي دې، چې امريكا په دې اړه هرراز مرستې ته چمتو ده.