خوست کې ۱ ماین خښوونکی وژل شوی او ۲ نور نیول شوي دي

په خوست ولايت كې امنيتي مسوولين وايي، تېره شپه په يعقوبيو ولسوالۍ كې يو وسله وال، چې په لاره كې يې مينونه ښخول د ايتلافي ځواكونو په هوايي بريد كې وژل شوی دى.

د خوست د امنیې قومندان سمونوال محمد يعقوب ازادي راډيو ته وويل، چې دوه تنه نور مين ښخوونكي وسله وال طالبان نيول نيول شوي هم دي.

ده څرګنده كړه، چې نيول شوي كسان دا مهال د ايتلافي ځواكونو تر تحقيقاتو لاندې دي.

لاتراوسه په دې اړه وسله والوطالبانوڅه نه دي ويلي.

په يوبل خبر كې د ملي امنيت رياست وايي، چې د كاپيسا ولايت په مركز د شوخي په سيمه كې يې دوه توغندي چې توغولو ته چمتوشوي وو كشف او شنډ كړي دي.

د ملي امنيت په خپره شوې اعلاميه كې دا نه دي ويل شوي، چې د دې پيښې په ارتباط څوك نيول شوي هم دي اوكه نه.