د ټايلنډ په جنوب کې چې اکثره مسلمانان په کې ژوند کوي، په وروستيو حملو کې درې کسان وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.
پوليس وايي حمله کوونکو په پاتاني ولايت کې يوه ښځه او د هغې مېړه چې د بودايي مذهب پيروان وو، په ډزو وژلي او د هغوى مړي يې سوځلي دي. په عين حال کې په يوه بله حمله کې د يوې بلې بودايي مذهبه کورنۍ يوه دوولس کلنه نجلۍ وژل شوې او د دې کورنۍ دوه نور غړي ټپيان دي.
پرون هم په همدې ولايت کې د برق ځينې تخنيکران چې خپل کار ته روان کړل د وسلوالو پر کمين وربرابر شول چې په نتيجه کې يو تن ووژل شو او څلور نور ژوبل شول.