د افغانستان لپاره د امريكا سفير كارل ايكن بيري وايي، چې دوى ددغه نوي ستراتيژۍ له مخې په افغانستان كې خپل خپل سري عمليات او د عامه خلكو نيول بندكړي دي.
ايكن بيري، چې نن يې په جلال اباد كې د ننګرهار له والي ګل اغا شيرزي سره تر ليدنې وروسته خبرې كولې وويل، چې دوى ددې نوې ستراتيژۍ پايلو ته خورا هيله مند دي.
كارل ايكن بيري په ننګرهار كې د بيارغونې لپاره د خپلو پروګرامونو په اړه هم معلومات وړاندې كړل، چې تر ډيره د امريكا د متحده اياليتونو د پراختيايي ادارې لخوا پر مخ بيولې كيږي.
د امريكا د متحده ايالتونو پراختيايي ادارې تر دې دمه په ننګرهار كې دوه سووه پنځه ويشت كيلوميټره سړكونه، پنځه ويشت ښوونځي او پنځه ويشت روغتيايي كلينيكونه جوړ كړي.
ايكن بيري وويل، چې ددوى هڅې به په راتلونكې كې هم دوام وكړي.