د هلمند په ځان وژونکي برید کې ۴ تنه پولیس مړه او ژوبل شوي

چارواكي وايي، د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ كې د يوې ځان وژونكي حملې په ترڅ كې يو پوليس مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

د ارزګان د امنيې قومندان جمعه ګل همت ازادي راډيو ته وويل، يوه ځان وژونكي، چې غوښتل يې د پوليسو يوې قرارګاه ته تېره شپه ننوځي د پوليسو له خوا تر پيژندلو وروسته پرې ډزي شوي او بلاخره ځان وژونكي خپل ځان والوځاوه.

طالبانو تر دې مهال د پېښي په اړه څه نه دي ويلي.