دعراق پارلمان د دې هیواد د صدراعظم نوري المالکی د دوهم مرستیال په توګه د کوردی سیاستوال روس نوري شاویس ټاکنه تایید کړه.
په پارلمان کی د کوردانو استازی سامي الاتروشي وویل، وکیلانو ښاغلي شاویس ته دتایید رایه ورکړه، چې د صدراعظم له بل مرستیال سونی عرب رفیع الایساوی سره په ګډه کار وکړي.
شاویس د برهام صالح ځای نیسي، چې د عراق په شمال کوردستان کې د ۲۰۰۹ کال تر پارلماني انتخاباتو وروسته له دې خودمختارې سیمې صدراعظم ټاکل شوی دی.
شاویس مجرب سیاستوال او د اقلیت کوردانو د کوردستان د دیموکراتیک ګوند عالي رتبه چارواکی دی.
نوموړي له ۲۰۰۳ کال راهیسې له هغه مهاله، چې د صدام حسین رژیم نسکور شوی په مختلفو دولتی مقامونو کی کار کړی دی.