د امریکا یو جګپوړی پوځي مقام وايي، که ډيپلوماسي او اقتصادي بندیزونه اغېز ونکړي نو واشنګټن به هغه احتیاطي پروګرام عملي کړي چې د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره یې برابر کړی.
جنرال دیویدپېټریوس چې په منځني ختیځ، خلیج او جنوبي اسیا کې د امریکايي ځواکونو مشري کوي، د دې احتیاطي پلان جزییات څرګند نه کړل.
جنرال پېتریوس د امریکا له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې همداراز د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو د حملې احتمال رد کړ او ویې ویل، د لویدیځ لپاره اوس هم د ډيپلوماسۍ له لارې، د ایران د اټومي پروګرام د حل امکان شته.
امریکا دامهال پر ایران د بندیزونو د څلورمې دورې د وضع کولو د هڅو مشري کوي.