د رازګان ولایت په یوې چاودنه کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتنې ده

د ارزګان ولايت په ترينكوټ ولسوالۍ كې د ماين په يوې چاودنه كې درې كسه وژل شوي او دوه كسه ټپيان دي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د رسنيو او عامه اړيكو له دفتر څخه په يوې خپرې شوې خبر پاڼه كې راغلي، چې دغه چاودنه د كاريز په سيمه كې د يوې مرستندويې موسسې په موټر شوې ده، چې وژل شوي او ټپيان هم د دغې موسسې كاركوونكي دي.

خبر پاڼې ويلي، چې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي او د پيښې په اړه څيړنې هم روانې دي.