د كابل د ولايتي شورا نوي غړي نن په يولړ خاصو مراسمو كې معرفي شول.
د كابل د والي مرستيال احمدالله عليزي د دوى د معرفي كولو په مهال غوښتنه وكړه، چې د خلكو دا استازي خپل فعاليتونه په نږدې همكارۍ او د خلكو له غوښتنو سره سم پرمخ بوځي.
د كابل ولايتي شورا نهه ويشت تنه غړي لري، چې اته تنه يې ښځې دي.
په عين حال كې د كابل د ولايتي شورا يو شمېر پاتې راغلي كانديدان وايي، چې د ولايتي شورا په تېرو انتخاباتو كې پراخې درغلۍ شوي او نتايج يې دوى ته د منلو وړ نه دي، خو د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون مسوولين وايي، چې دوى دغه كسان له ډېرو څيړونو نه وروسته ګټونكي اعلان كړي دي.