په ارزګان کې د ماین په یوې چاودنې کې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا خبره د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت ازادۍ راډیو ته وکړه او ویي ویل، چې دغه چاودنه پرون ماسپښین د ارزګان مرکز ترین کوټ کې د پولیسو په یوه رینجر موټر شوی ده، چې په نتیجه کې یي درې پولیس مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت په خپله غاړه اخیستی.
د ارزګان امنیه قوماندان ازادۍ راډیو ته دا هم وویل، چې په دې ولایت کې د ملا محمد جان په نامه د وسله والو طالبانو یو سیمه ایز قوماندان نیول شوی دی.