جلالاباد کې خلکو پرونۍ بمي حمله وغندله

نن د جلال اباد ښار په بېلابيلو برخو كې د پرونۍ بمي چاودني په غبرګون كې لاريونونه روان دي.

همدرانګه ټاكل شوې ده، چي نن يو لوړ پوړى دولتي پلاوى ننګرهار ولايت ته ولاړشي او په هغه ولايت كې به د ملكي خلكو مرګ ژوبله وڅيړي.

تېره ورځ د ننګرهار ولايت د روداتو په ولسوالۍ كې، يوې چاودني د څلورو ماشومانو په ګډون په لسګونو نور ټپيان كړل.

ويل كيږي، د پيښې د عاملينو هدف د بهرنيو ځواكونو د موټرو كتار و. په چاودنه كې دوه بهرني سرتيري هم ټپيان شوي وو.

د چارو د ادارې وياند فيضي ځدران ازادي راډيو ته وويل، چې د پلاوي مشري د جمهوري رياست د شكايتونو د اورېدو د كمېسيون مسوول اسداله وفا په غاړه دی.