نړیوالو ورځپاڼو (کرسشن ساینس مانیټور او ګارډین) د افغانستان روان حالت او په خوست کې د سي، ای، اې د مامورینو د وژلو په اړه مطالب خپاره کړي، چې صالح محمد صالح یې غټ ټکي را ژباړلي :.
کرسشن ساينس مانيټور:
کرسشن ساينس مانيټور ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه يو مطلب خپور کړى، چې سرليک يې دى ”په خوست کې د سي، اى، اې د کارکوونکو وژل کېدل د عبرت يو درس و.“
د ليکنې په پيل کې راغلي، د خوست دې پېښې، چې له کبله يې د امريکا د استخباراتو يا سي، اى، اې اووه کارکوونکي ووژل شول، د خطر زنګ وغږاوه، ځکه هغه چا چې دا حمله وکړه، په غيرمستقيم ډول له سي، اى، اې سره په تماس کې و، البته د يوې بلې استخباراتي ادارې له لارې يې له سي، اى، اې سره اړيکې غزولې وې.
ورځپاڼه زياتوي، د سړې جګړې په وخت کې، هغه جاسوسان کم نه وو، چې دوو هېوادونو ته يې کار کاوه.
که يوه ځوان به که په ظاهره امريکا او لوېديځ ته وفاداري ښووله، په حقيقت کې به يې د پخواني شوروي په ګټه کار کاوه، يا به برعکس.
د ورځپاڼې په حواله، هغه چا چې په خوست کې ځان وژونکې حمله وکړه، د القاعده ډلې جاسوس و، چې له دې سازمان سره يې خپله وفاداري نه وه پرېښې او ظاهراً د اردن له استخباراتو سره ملګرى شوى و، داسې يې ښوولې چې ګواکې غواړي د القاعده پرخلاف کار وکړي.
د ورځپاڼې په حواله، تحليل کوونکي وايي، په القاعده کې نفوذ اسان کار نه دى او څوک چې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې سازمان ته ننوتلي، حتماً يې له ځان سره کوم پټ پلان درلود.
د ورځپاڼې په باور د خوست دا پېښه د هغو استخباراتي ادارو لپاره د عبرت يو درس و، چې د سيمې په هېوادونو کې فعالې دي، دوى په هر ګام کې له خطر سره مخامخ دي او د خپلو کسانو په ټاکلو کې بايد احتياط وکړي.
ګارډين:
د انګلستان چاپ ګارډين ورځپاڼې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان روان مسايل څېړلي او د يوې ليکنې سرليک يې دى، په ”افغانستان کې د هند معما“
د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د ولسمشر بارک اوباما دا اعلان چې غواړي په اتلسو مياشتو کې له افغانستانه د خپلو عسکرو وتل پيل کړي، د سيمې هېوادونو ته يې، چې له سخت دريځۍ سره لاس و ګرېوان دي، سخت ټکان ورکړ.
د ورځپاڼې په حواله، ټول پوهېږي چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل د سخت دريځو واک او ځواک زياتوي او سيمې هېوادونه لکه هند چې د کشمير له بحران سره لاس و ګرېوان دى، د نورو په نسبت دا خطر زيات احساسوي.
ورځپاڼه زياتوي، د افغانستان د بيارغونې لپاره دا ډول هڅې د هند کوښښ پڅوي او په افغانستان کې ورته زمينه نه مساعدېږي. ځکه پاکستان چې د ختيځ له لوري، يانې د هند له خوا له خطر سره مخامخ دى، له خپل لوېديځ لوري څخه به هم د هند د نفوذ له کبله ورته خطر متوجه وي.
له بلې خوا هند په کشمير کې د سخت دريځو له کبله ګواښل کېږي، ويل کېږي پاکستان د دغو سخت دريځو ملاتړ کوي، که چېرې هند غواړي په افغانستان کې د ځينو فعاليتونو لپاره ځان ته ځاى پيدا کړي، پاکستان کولاى شي د هند تر ولکې لاندې کشمير کې تاوتريخوالى پراخ کړي.
د ورځپاڼې په حواله، هند غواړي د افغانستان په بيارغونه او ثبات کې رول ولري، خو په افغانستان کې چې هر ګام پورته کوي، د پاکستان ګټو ته هم ګوري.