د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وويل، په افغانستان کې سخت دريځي وسلوال د اته اويا فيصده ملکي تلفاتو مسول دي.
مون وويل د نړيوالو ځواکونو پوځي قوماندانانو د درنو ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره خپله جدي څارنه او احتياط زيات کړى دى.
بنکي مون چې د افغانستان په اړه يې د امنيت په شورا کې خبرې کولې وويل، افغان ولسمشر حامد کرزى به د افغانستان په اړه په لندن کې په جوړېدونکي کنفرانس کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د نړيوالو ځواکونو د امنيت ساتنې پر پروګرام او نورو مسايلو خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د خپلو مرستو او همکارۍ په برخه کې دې ځينو تغييراتو ته پام وکړي.