باختر دولتي خبري اژانس راپور وركړى، چې د روغتيا نړېوال سازمان به د روانې ميلادي مياشتې تر پايه پورې افغانستان ته د خوګ يا اچ يو، ان يو انفلونزا پنځه لكه دوته زره واكسين وركړي.
باختر خبري اژانس د روغتيا د نړېوال سازمان په حواله راپور وركړى دى، چې په افغانستان كې په دې وروستيو كې اچ يو، ان يو انفلونزا يو ځلې بيا زياته شوې ده.
د راپور له مخې په افغانستان كې په دغې ناروغۍ د اخته كسانو شمېر نه سوو اته څلويښتو تنو ته رسيدلى او تراوسه پورې يې اولس تنه وژلي دي.
پخوا تر دې افغان دولت د اچ يو، ان يو انفلونزا د مخنيوي لپاره له نړېوالې ټولنې د واكسينونو او درملو د مرستې غوښتنه كړې وه.