باسټن ګلوب او امریکن انسپکټیټر خپرونو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان ملي پوځ د روزنې په اړه لیکنې خپرې کړي دي ، چې جان اقا الکوزي ورته کتنه کړې .
د امریکا باسټن ګلوب:
په امریکا کې خپریدونکي ورځپاڼې باسټن ګلوب د افغانستان د ملي پوځ د روزنې لپاره د امریکا تکتیکونه مناسب نه دي، تر سر لیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي راغلي، اوه کاله وړاندې ولسمشر حامد کرزي د امریکا عام او تام ملاتړ درلود او په افغانستان کې د بري لپاره هیلې هم زیاتې وي.
که څه هم، چې طالبانو د ۲۰۰۱ میلادي کال ماتې وروسته، د عراق د جګړې تر سیوري لاندې ځانونه بیا سمبال کړي او صحنې ته شوي دي، خو بیا هم د افغانستان د ستونزو حل نا ممکن نه دی.
ورځپاڼه لیکي، د طالبانو له نسکورېدو څخه اوه کاله وروسته نن سبا امریکا ته په افغانستان کې د یوه بل اشغالګر قوت په سترګه کتل کیږي او افغان ملګري یي هم د طالبانو په وړاندې د مقابلې جوګه شوي نه دي.
باسټن ګلوب زیاتوي، د افغانستان پوځ او پولیس د جګړو په ډګر کې په اغیزمن ډول د طالبانو په ضد جګړه نه شي کولای او دغه راز یي په لیکو کې د فساد او وسایلو د کمښت ستونزه هم نه ده حل شوې.
په دې برسېره امریکایي روزونکي وایي، د افغانستان ملي پوځ او پولیسو ته جزب شوي کسان پوره سواد نه لري او یو شمېر یي افسرانو ته د رشوت او بډو ورکولو په اساس د پوځ او پولیسو په لیکو کې شامل شوي دي.
د ورځپاڼې په باور، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شمېر د زیاتېدو هلې ځلې کیږي خو کیفیت ته یي زیات پام نه دی اړول شوې.
ورځپاڼه زیاتوي، بله ستونزه داده چې د افغانستان د پوځ او پولیسو روزنه د افغانستان له شرایطو سره برابره نه ده او افغانان باید پریښودل شي، چې د خپل چاپیریال له پوهې او شرایطو سره سم په خپله د افغانانو په توګه وجنګیږي.
امریکن انسپکټیټر:
په امریکا کي خپریدونکي خپرونې امریکن انسپکټیټر په افغانستان کې د اداري فساد په اړه یوه مقاله لیکلی او په یوې برخې کې یي لیکي، د افغانستان په څیر د ودې په حال کې یوه هېواد لپاره، چې د خپل اقتصادي، سیاسي او ټولنیز موجودیت لپاره لاس او پښې وهي، اداري فساد یوه ډېره پیچلې مسله ده.
د خپرونې په باور، په دې وروستیو کلونو کې امریکا د ولسمشرکرزي په ټولو کارونو او هڅو خبره وه خو د ده ملاتړ یي کاوه.
کوم کسان، چې حکومت د پیسو په واسطه خپلول او د شخړو د مخنیوي په مقصد یي په جګو څوکېو ګمارل، ټول د امریکاییانو ترسترګو لاندې کېدل.
امریکاییان ممکن د دې مسلې په جزیاتو زیات نه پوهېدل خو اصلا یي نه غوښتل، چې ځانونه پرې پوه کړي.
امریکن انسپکټیترخپرونه وړاندې لیکي، افغانستان یوه عنعنوي ټولنه ده چې له اشخاصو، کورنیو، قومونو او قبیلو څخه جوړه ده. د دې ټولنې هر یو یي د طالبانوضد جګړې که خپله ونډه لري.
د خپرونې په باور، که چېرې ناټواو امریکا په افغانستان کې د بري په فکر کې وي نو د افغانانو له هر قشر سره باید معامله وکړي او د بري لپاره بله کومه لار هم نشته.