دوشنبه د جنوري ۴ مه

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په ولسي جرګه کې د ولسمشر کرزي د نوي کابینې د زیاترو غړېو د رد په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي، په ولسي جرګې کې د کابینې د غړو په سلو کې د اویا کسانو رد، د یوه سېمه ایز جګړه مار او یوازینۍ میرمنې په شمول د اعتماد د رایو نه حاصلول په حقیقت کې په ولسمشر کرزي باندې یوه ځورونکي سیاسي ضربه وه.

د ولسي جرګې دا سري رايې په داسې حال کې واچول شوې، چې د افغان حکومت د مشروعیت په اړه له افغانانو او نړېوالې سره پوښتنې موجودې دي.

نیویارک ټایمز لیکي، په رد شویو کسانو کې د اوبو او برېښنا لپاره نومول شوی وزیراو پخوانۍ جګړه ماراسمعیل خان هم شامل دی، چې د ۱۹۹۰ لسیزې کورنیو جګړو، اداري فساد او د بشري حقونو په سرغړونو تورن دی.

ورځپاڼه لیکي، انتقاد کوونکي په دې باور دي، په کابینه کې د اسمعیل خان له شمولیت څخه دا اندازه لګیږي، چې ولسمشر کرزي تر کومه حده د سېمه ایزو دلالانو د قدرت تراغېز لاندې دی.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د کابینې لپاره باید نور داسې کسان ونومول شي، چې امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو ته د منلو او قناعت وړ وي.

سنډې ټیلیګراف:

په انګلستان کې خپریدونکي سنډې ټیلګراف ورځپاڼې هم د کابینې د نومول شویو وزیرانو د رد او د جوزا په میاشت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاه رییس داود علي نجفي په یوه بل خطرناک سیاسي اعلان کې وویل، چې د ولسي جرګې انتخابات به د راتلونکي هجري کال په پسرلي کې تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړېواله ټولنه د انتخاباتو په کمیسیون او د انتخاباتو په قانون کې د مهمو بدلونونو په ضرورت ټینګار کوي.

سنډې ټیليګراف زیاتوي، ښاغلي نجفي په یوه خبري کانفرنس کې وویل، چې د ولسي جرګې انتخابات به د ۲۰۱۰ میلادي کال د مې په ۲۲ مه یعنې د جوزا د میاشتې په لومړۍ نېټې تر سره شي.

ده دا هم وویل، د دې انتخاباتو لګښت به ۱۲۰ میلونه ډالره وي خو افغانستان له نړېوالې ټولنې څخه یوازې ۵۰ میلونه ډالره غواړي.

ورځپاڼه لیکي، ښاغلي نجفي ونه ویل که چېرې نړېواله ټولنه ورته دا اندازه پیسې ورنه کړي نو بیا به هم انتخابات وشي او که څنګه؟

سنډې ټیلګراف ورځپاڼه وړاندې لیکي، د زمري د ۲۹ مې نېټې د جمهوري ریاست له لانجمنو انتخاباتو وروسته زیات شمېر خلکو له ښاغلي کرزي څخه وغوښتل، چې د ولسي جرګې انتخابات دې شاته کړي.

خو ولسمشر کرزی ټینګار کوي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو وخت په اساسي قانون کې مشخص شوی.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس یوه پلاوی تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر کرزي سره د کتنې په مهال هغه ته خبرداری ورکړ، چې د انتخاباتو په سیسټم او قانون کې د بدلونونو په نه راوستلو سره ممکن افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو مرستې کمې شي.