د كندز ولايت سيمه ايزچارواكي وايي، چې د دې ولايت د دشت ارچي او امام صاحب د ولسواليو ترمنځ د ملاقلي په سيمه كې د بهرنيو ځواكونو په مرسته د ملي اردو په پوځي عملياتو كې ديرش تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د كندز والي محمد عمرازادۍ راډيو ته وويل، په دې عملياتو كې چې تېره ورځ ترسره شوي شل تنه وسله وال طالبان نيول شوي هم دي او د هغوي د وسلو او مهماتو يوه لويه زيرمه هم د ملي اردو ځواكونو ته په لاس ورغلې ده.
د كندز والي څرګنده كړه، چې په دې عملياتو كې د ملاعبدالله په نوم د طالبانو يوقومندان هم وژل شوى او د ملاقاسم په نوم د هغوى يوبل قومندان نيول شوی دى.ده وويل، چې په دې پېښه كې ملكي كسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا كړې، چې په دې پېښه كې د بهرنيو ځواكونو دوه ټانكونه اود ملي اردو دوه پوځي موټر ويجاړ شوي او سواره عسكر هم په كې وژل شوي دي، خود كندز سيمه ايزچارواكي دا ادعا ردوي.