له یمني پولیسو سره د امریکا اوبریتانیا مرسته

د بریتانې صدراعظم ګورډن بروان او د امریکا ولسمشر باراک اوباما موافقه کړې چې د تروریزم ضد مبارزې لپاره د یمن د حکومت د پولیسو له ځواک سره مرسته کړي څو دغه هیواد د القاعده شبکې لخوا د مخ په زیاتیدونکي ګواښ سره د مقابلې جوګه شي.

د بریتانې د صدراعظم د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلي چې براون او اوباما په دې هم سلا شوي چې د یمن او سومالې تر منځ اوبو کې د سمندري غلو سره د مبارزې لپاره د یمن له ساحلي ځواکونو سره مرسته وکړي.

تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې په دې لړ کې به واشنګټن او لندن له یمن سره څومره اندازه مرسته کوي.

د بریتانې د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي امریکا او انګلستان په پام کې لري چې په سومالیه کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک د زیاتولو لپآره هم په ملګرو ملتونو کې هڅې پراخې کړي.