امریکایي پوځیان وایي، هغه بریتانیایی چې په دووم کال کې په عراق کې برمته شوی و، خوشي شوی دی او ده د یرغمل کیدو یو وخت په ایران کې تیر کړې دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مسوول جنرال ډیویډ پیټرویس نن په بغداد کې وویل، بریتانیایی پیټر موور چې د کمپیوټر متخصص دی لږ وخت په ایران کې هم ساتل شوی دی.
پیټر موور د چهارشنبې په ورځ وروسته تر دې چې دوه نیم کاله برمته وو روغ رمټ خوشي شو. له ده سره د ده څلور ساتونکي چې هغوی هم بریتانیایان و نیول شوي وو خو داسې ښکارې چې هغوی وژل شوې وي.
دغه پنځه تنه په بغداد کې د عراق له مالې وزارته د دوه زره اووم کال په مې کې نژدې څلویښت شیعه وسله والو تښتولي وو.