ولسمشرکرزي په کندهار او خوست کې شوې چاودنې په کلکه وغندلې

افغان ولسمشر حامد كرزي په كندهار او خوست ولايتونو كې هغه چاودنې په ټينګه غندلي، چې له امله يې كاناډايي پوځيان او ملكي امريكايانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په كندهار كې تېره ورځ د كاناډايي پوځيانو پر موټر د سړك د غاړي ماين وچاودېد چې ۴ پوځيان او يوه ښځينه خبرياله ووژل شوله.

همدارنګه پرون د نړيوالو ځواكونو په يوې اډې كې ځان وژونكي حملې ۸ ملكي امريكايان ووژل.

په هغه اعلاميه كې، چې نن د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپره شوې راغلي، چې ولسمشر كرزي د وژل سوو كاناډايي او امريكايي كسانو كورنيو ته ډاډ ګيرنې وركړې.