د هلمند ولايت چارواكي وايي، چې د كرنې يوه نوې ليسه يې د زده كوونكو پر مخ پرانيستې ده.
د هلمند والي ګلاب منګل د دغې نوې ليسې د پرانيستلو پر مهال وويل، چې په دغه ليسه باندې نږدې ۵ لكه امريكايي ډالره لګښت شوى، چې بريتانيا وركړي.
ښاغلي منګل ويلي دا به د هلمند پر كرنيز بهير نور هم ښه اغېز وكړي.دغه ليسه، چې ۲۶ خونې لري په لسو مياشتو كې جوړ شوې ده.
د يو بل خبر له مخې د لغمان د والي وياند سيد احمد ساپي ويلي، چې په دغه ولايت كې يې ۱۰ عامه ګټه اخيستنې پروژې بشپړي شوي، او زرګونه كسان به ګټه ځني واخلي.
په دغو پروژو كي كوچني پولونه، ويالې او سړكونه شامل دي، ټول لګښت يې ۶ ميليونه افغانۍ دى چې د كلو او پراختيا وزرات له خوا وركول سوي.