یو نړیوال مرستندویه کاروان غزې ته روان شو

یو نړیوال مرستندوی کاروان، چې په غزې کې د مرستې لپاره موظف و، بيا د سيمې پر لوري خوځېدلى.

مصري مامورینو پینځلسو هغو موټرو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې، چې په زياته اندازه بشري مرستې په کې بار وې او ټاکل شوې وه د سره سمندرګي له طريقه غزې ته ورسول شي.

د دې پرځاي مصریانو غوښتل چې دا کاروان د مدیترانې له لارې انتقال کړي.

فلسطین وايي د مرستو دغۀ کاروان اوس د سوريې د لاذقيه د بندر لوري ته مخه کړې. له هغه ځایه به د مصر د (ال ايرش) بندر ته ځي او بیا به غزې ته رسي.