پنجشنبه د ډیسمبر ۳۱ مه

په انګسلتان کې خپرېدونکو ورځپاڼو ګارډین او فایننشل ټایمز د افغانستان روان حالت او له هغو ننګونو سره، چې امریکايي ولسشمر بارک اوباما لاس اوګریوان دی کتنه کړې
ګارډین:

یوه ټولنه هغه وخت سوکاله او اباده کیږی، چې اساس یې په امنیت ولاړ وي، موږ پتییلې چي دا بری په ۲۰۱۰ کال کې تکرار کړو. دا په انګلستان کې د خپریدونکي ورځپاڼې ګارډین د یوه تحلیلي مضمون سرلیک دی، چې په یوې برخې کې یې راغلي:

د طالبانو د رژیم له نسکورېدو راهیسې په افغانستان کې د نظر وړ بدلون رامنځ ته شوی.

له ۲۰۰۱ کال راپه دېخوا د ښوونځیو د زده کوونکو شمېر له یوه میلیون څخه شپږ میلونو او شپو لکو ته پورته شوی او په نور برخو کې هم د نظر وړ پرمختک شوی دی.

ګاردین لیکي: انګلیسان د تروریزم د له منځه وړلو او د متحدینو د امنیت په مقصد افغانستان ته تللي دي.

موږ انګلیسان به تر هغې پورې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړو، چې افغانان په خپلو پښو ودریږي او د دې هېواد ملی پوځ د خپل هېواد د امنیت ساتنې جوګه شي.

ورځپاڼه زیاتوي، مونږ وضعه سمه ارزولې او په دې کار کې مو له خپلو تېرو تجربو څخه کار اخیستی. په دی معنی چې مونږ له یوه سنجول شوي پلان سره ۲۰۱۰ کال ته داخلیږو. داسې یوه کال ته، چې په زیاتو منابعو او عسکرو سره به زیاتې بریاوې ولرو او خلکو ته به د امنیت برابرولو کارونه هم ښه شي.

ګارډین ورځپاڼه د مضمون په وروستیو کرښو کې لیکي: د اییتلافی ځواکونو په غښتلتیا، په افغانستان او سېمې کې د یوه دوام داره امنیت او ثبات لپاره سیاسي او مالي ژمنو ته په کتنې، د ناکامۍ په اړه اصلا باید فکر هم ونه شي.

فایننشل ټایمز:

په انګلستان کې بلې خپرېدونکې ورځپاڼې فایننشل ټایمز په وروستۍ ګڼې کې "روم اوباما ته د محدودیتونو درس ورپه زړه کوي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي:

د ۱۷ او۱۸ پیړۍ په کلونو کې د فرانسوي ډپلوماټانو تر منځ دا خبره او کنایه مشهوره وه، چې "په نړیوالې ګډودۍ کې د لومړیتوب انتخاب ډېر سخت وي."

د یوه خپلواکه هېواد حکمرانان چې په ظاهر کې ډېر قوي او قدرتمن ښکاري، هم سختو پرېکړو ته اړ کیږي.

غوره به داوي، چې سیاسي مشران د کار په پیل کې فکر وکړي، چې کوم کارونه تر سره کولای شي او کوم یې په وس کې نه دي.

فایننشل ټایمز لیکي، یوه نوي جمهور رییس او یا مشر ته باید مشوره ورکړای شي، چې له بهرنیو بلاګانو سره د مقابلې په مهال دې د هېواد په داخل کې د زیاتو بدلونونو او کارونو د تر سره کولو ژمنې نه کوي.

دا عمومي اصل چې وایي، په یوه وخت کې باید په څو جبهو کې ونه جنګیږو، د جمهور رییس بارک اوباما د کار د پیل حالت و.

ورځپاڼه لیکي، آیا واقعا جمهور رییس بارک اوباما په دې فکر دی، چې کولای شي په یوه وخت کې د خپل هېواد د روغتیایي بیمې، پوهنې او د اقلیم د بدلون پروګرامونه به عملی کوي او د مالي بحران چاره به کوي او په عین حال کې د افغانستان او عراق په دوو جګړو کې به بری هم حاصلوي؟

فایننشل ټایمز بیا هم پوښتنه کوي، که چیرې د واشنګتن د منابعو د ویش له وجې یو غمجن حالت رامنځ ته شي بیا به څه کیږي؟ په ځواب کې یې لیکي:

په داسې یوه حالت کې به په نړۍ کې د امریکا د قوت او کمزورتیا مساله مطرح نه وي. دغه راز به امریکا سازشونو ته اړکیږي او یا به په ځینو ځایونو کې یو څه بریالۍ او په ځینو کې ناکامه کیږي.