اوباما د هېواد ته د ورتلونیکو الوتکیو امنیتي تدابیر نیمګړی وبلل

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وایي، د امریکا لور ته په تلونکې الوتکې کې تروروستي پیښې ته د زمنیې تیاریدل یوه سیستماتیکه تیروتنه ده.
بارک اوباما وویل، ناوړه امنیتي سیستم دې ته زمنیه مساعده کړه چې درویشت کلن نایجریایی چې شک پرې کیده چې له القاعده سره تړاو لري، په الوتکه کې سپور شي:
(( زه غواړم چې د امریکا خلکو ته نن بیا دا ووایم چې د یو شمیر ابتدایي اطلاعاتو له مخې چې په تیرو څلرویشت ساعتونو کې څرګند شوې دي، جدي اندیښنې یې رابرسیره کړې دي. ډیر داسې رپوټونه خپاره شوې دي چې د کرسمیس د ورځې د پیښې د مشکوک ترسره کوونکي پلار په افریقا کې چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې زوی یې افراطي دي. دا اوس څو اونۍ وروسته څرګنده شوه، دا اطلاعات زموږ د استخباراتو یوې څانګې ته رسیدلي و، خو په موثر ډلو نه وو خپاره شوې څو د مشکوک نوم په هغه لست کې داخل شي چې الوتنه نه شي کولای))

بارک اوباما زیاته کړه چې په کار کې نیمګړتیا مشکوک ته زمینه برابره کړه چې هغه داسې وکړي. د امریکا ولسمشر بیا وویل، زه غواړم چې پوه شم چې نیمګړتیا په کومه برخه کې وه او څه ډول د امریکا الوتنې ښې خوندې کیدای شي.

پر درویشت کلن عمر فاروق عبدالمطلب شک شوی دی چې ده له اروپا امریکا ته په یوې الوتنې کې غوښتل چې چاودیدونکي مواد وچوي.ګ
فاروق عمر عبدالمطلب په لاوس او امستردام کې له همدغو موادو سره چې اوربلوي دتلاشۍ له دروازو تیر شوی وو.