ملګرې ملتونه وايي د خوګ انفلوانزا لا هم په نړۍ کې یو ګواښ دی

د ملګرو ملتونو د روغتیایي څانګې مشره وایي، ممکن ونکړای شي تر دوه زره یولسم کال پورې د خنځیر انفلو انزا یا (اېچ یو، اېن یو) ناروغۍ مخه ونیسي.

د نړیوال روغتیایي سازمان عمومي مشرې مارګریټ چان په ژینو کې ( له تیمپز) ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، دا به له وخته مخکې وي، که ووایو مونږ توانیدلي یو، چې مونږ په نړیواله سطحه د خنځیر د انفلوانزا هغه سخته مرحله تیره کړې ده.

نوموړې زیاته کړه، اوس مهال ددې ناروغۍ نښې شمال، کاناډا او امریکا کې په ورکیدو دي ، خو دغه ټول هیوادونه اوس دې مرحله ته نه دي رسیدلي، چې په ټولییزه توګه له دې ناروغۍ پاکه وګڼل شي او ژمې لا اوږد دی.