د امریکا څارونکی اداره وايي د القاعده تروریستې شبکې پر ویب سایټ خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په عربي شبه جزیره کې د القاعده ډله د کرسمس په شپه امریکا ته په روانه الوتکه کې د ناکامې تروریستي دسیسې مسولیت لري.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا برید په یمن کې د امریکا له خوا د تروریزم ضد فعالیتونو په ځواب کې پلان شوی و.
پردې انټرنیټ پاڼه همدا راز ویل شوي، چې ۲۳ کلن نایجیریایي ځوان عمر فاروق عبدالمطلب له دوى سره ارتباط درلود.
دغه ځوان له نایجریا اول امستردام او بیا د کرسمس په شپه متحدو ایالاتو ته روان شوى و او په الوتکه کې یې د چاودنې ناکامه هڅه کړې وه.