په قزاقستان کې یو ازاد خبریال نا معلومو کسانو وژلی

د قزاقستان پولیس وايي، د دې هېواد په مرکز الماتې کې یو ازاد خبريال، چې له يوې سیمه ايزې ویب پاڼې سره يې کار کاوه نامعلومو کسانو د چاقو په ګوزارونو وژلى.

د صیاد سلیمان بېګف په نوم اووه ویشت کلن ځوان، چې په قرغستان کې د ( ستان ټي وي) په نوم انټرنیټي ويډيو يي شبکې کارکونکى و، د شنبې په ورځ په خپل اپارتمان کې مړ موندل شوى دى.

د دې شبکې مسول میخایل پاک ویلي، چې د دې ژورنالیست قتل د هغه له کار سره ارتباط نه لري. څو ورځې مخکې د حکومت یو مخالف ژورنالیست هم په الماتې کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.