د متحده ایالاتو د ولسي جرګې یوه پلاوي پرون له کرزي سره وکتل

د متحده ايالاتو د ولسي جرګي يوه پلاوي تېر ماښام له ولسمشرحامد كرزي سره وكتل.

د جمهوري رياست له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميې كي راغلي دي، چې دواړو خواوو د افغانستان او د سيمې پر حالاتو، د امنيت په ټینګښت، د بيارغاونې د بهير په دوام او په مختلفو برخو كې له يوه بله سره په مرستو باندې خبرې وكړې.

د متحده ايالاتو د ولسي جرګي دغه اته كسيز پلاوی، چې د سټيف اسرايل په مشرۍ افغانستان ته راغلی وه ډاډ څرګند كړ، چې د امريكا متحده ايالات به له افغانستان سره په مختلفو برخو كې خپلو مرستو ته دوام وركړي.