چارواكي وايي، د بغلان ولايت د مركزي بغلان د زاړه ښار په امنيتي كمربند باندې تېره شپه مخالفينو بريد كړی، چې مرګ ژوبله هم لري.
د مركزي بغلان د امنيې قومندان امين منګل جګړه تاييدوي او زياتوي، چې جګړي تقريبا څلور ساعته دوام وكړ، چې په ترڅ كې يي پنځه تنه طالبان مړه او يوشمېر نور ژوبل كړي دي.
ده زياته كړه، چې په دې جګړه كې يواځې يو پوليس ټپي شوی دی.
طالبان د خپل يو تن د وژل كېدو او دوه نورو د ټپي كېدو خبره مني او ادعا كوي، چې پردې نښته كې يي اته تنه سرتېري وژلي، نهه يي ژوبل كړي او يو بل يي ژوندی نيولی.
دولتي چارواكي د طالبانو دغه ا دعا ردوي .