دوشنبه د ډیسمبر۲۸مه

واشنګټڼ ټایمز:

واشنګتن ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په اړه یو مطلب خپورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په جنګ کې د بریالیتوب کومه څرګنده نښه نه لیدل کیږي نو له دې امله د جنګ په ډګر کې بې باوري ورځ په ورځ زیاتیږي.

واشنګټن ټایمز زیاتوي، دا چې ولسمشر بارک اوباما اعلان کړی، چې اتلس میاشتې وروسته به له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تدریجي وتل پیلوي، دې خبرې بې باوري ځکه زیاته کړې، چې خلک کېدای شي د یو داسې ځواک سره همکاري ته زړه ښه نه کړي، چې د لنډې مودې لپاره په دغه هېواد کې پاتې کیږي.

او دا هم امکان شته، چې خلک د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو په اړه امریکایي ځواکونو ته څه معلومات ورنه کړي.

او سربېره پردې دا خبره هم ډاډمنه نه ده، چې افغان ځواکونه به په راتلونکو څوکلونو کې د دې توان ولري، د هېواد امنیتي مسولیتونه په غاړه واخلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، بله ستونزه داده، چې ناټو ځواکونه، چې افغان ملی اردو او پولیس روزي په دغو ځواکونو ډاډ نه شي کولای.

ورځپاڼه په دې اړه د هغو پنځو برتانوي افسرانو وژل کېدو ته هم اشاره کوي، چې افغان پولیسو ته د فراغت د اسنادو د ورکولو په مهال د یوه پولیس په ډزو ووژل شول.

واشنګټن ټایمز وړاندې لیکي، له ټولو مهمه ستونزه داده، چې د افغانستان او پاکستان زیاتره خلک په عمومي ډول په سیمه کې د امریکا د نیتونو په اړه شک لري.

د ورځپاڼې په وینا وروستۍ بې باوري هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د امریکا ولسمشر او د هېواد د ځواکونو ستر قوماندان باراک اوباما په افغانستان کې د امریکایي منصبدارانو هغه غوښتنه څو میاشتې وځنډوله، چې دغه هېواد ته یې د نورو سرتېرو د لیږلو په اړه کړې وه.

ورځپاڼه لیکي، په داسې یو جنګ کې، چې بری یې امریکا ته ډېر اهمیت لري بې اعتمادي رامنځ ته کېدل ناوړه عواقب لري او د دغسې یو جنګ په فیصلو کې ځنډ اویا د ځواکونو د ستنولو لپاره مهالویش ټاکل باور او ډاډ کموي او د جګړې په ډګر کې بې باوري ناکامي رامنځ ته کوي.

ابزرور:

د بریتانیې ابزرور ورځپاڼه بیا لیکي، چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د اوږدې مودې پاته کېدل کېدای شي په امریکا کې هغو لیبرالانو ته، چې د جګړې ضد دی په زړه پورې نه وي خو واقعي خبره دا ده، چې امریکا داسې کوم پلان نه لري، چې اتلس میاشتې وروسته له افغانستان څخه خپل سرتېري بهر کړي.

ورځپاڼه لیکي، وروسته له دې، چې ولسمشر اوباما خپله نوی ستراتیژي اعلان کړه، د ده د کابینې یو شمېر وزیرانو وویل، چې د دوه زره یوولسم کال په نیمایي کې له افغانستان څخه د امریکایي قواوو د وتلو نظریه یواځې په خبرو کې مطرح ده نه په عمل او حقیقت کې.

ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیری هیلري کیلټن د اوباما له وینا څو ورځې وروسته وویل، چې د دې په باور امریکا له افغانستان څخه د وتلو په اړه په کوم مهالویش پوری مقیده نه ده.

او دغه راز دفاع وزیر رابرت ګېتس له دې هم زغرده خبره وکړه او ویې ویل، چې ولسمشر اوباما کېدای شي خپل نظر بدل کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې امریکایي کارپوهان او سیاستوال له افغانستان څخه د امریکایي قواوو د وتلو خطر درکوي او نه غواړي په افغانستان کې د امریکایي قواوو ماموریت له ګواښ سره مخامخ کړي.