د جرمني د دفاع وزیر وايي ډیموکراسي د افغانستان لپاره مناسب سیسټم نه دی

د جرمني د دفاع وزیر کارل تیودور څوګوتینبرګ وایي، ډیموکراسي د افغانستان لپاره یو مناسب سیسټم نه دی.

ویل کیږي د ښاغلي ګوټینبرک دغو خبرو په افغانستان کې د جرمني سرتیرو ماموریت په اړه پوښتنې رامنځ ته کړي او هم به دغه هیواد ته د نورو سرتیرو د استولو ملاتړ کم کړي.

برلین اوس مهال افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو پر موضوع بحث کوي.

د جرمني د دفاع وزیر د بیلډ ام زونټاګ ته وویل: زه دې نتیجې ته رسیدلی یم، چې د افغانستان د تاریخ او دودونو په پام کې نیولو سره هغې ډیموکراسي ته چې مونږ یې غواړو تیار نه دی.

د جرمني د پروتیستانو د کلیسا مشر د پنجشنبې په ورځ وویل، د افغانستان جګړه یوه ناحقه جګړه ده. او له دې هیواد څخه یې د خپلو څلور زره او څلور سوو سرتیرو د وتلو غوښتنه کړې ده.