په افغانستان کې دعاشورا د ورځې د مراسمو لپاره ډاډمن امنیتي تدابیر نیول شوي

د افغانستان په لويديځ كې د ساحوي زون د قوماندانې چارواكي وايي دوې په عاشورا د مراسمو لپاره د ښه او ډاډمن چاپيريال د برابرولو لپاره په غور، هرات،فراه او بادغيس كې جدي امنيتې تدابير نيولي دي.

د لويديځ زون ساحوي قوماندان جنرال اكرم الدين ياور ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې برخه كې نړېوال ځواكونه هم له دوې سره همكاري كوي.

د قمري مياشت محرم الحرام په لسمه هركال په افغانستان كې د نورو اسلامي هېوادونوپه څير خلك د عاشورا مراسم جوړوي .

حكومت د هېواد په نوروسيمو كې هم د دې مراسمو د ښه ترسره كېدو لپاره د امنيتي تدابيرو د نيولو خبروركوي.