د برتانیې ملکې د کرسمس په مناسپ په افغانستان کې خپل سرتیري وستایل

د بریتانیي ملکي، دوهمې الیزابت د عیسویانو د اختر یا کریسمس په مناسبت په خپلې کلنۍ وینا کې د هغو انګلیسي سرتېرو ستاینه کړی، چې په افغانستان کې خدمت کوي.

ملکي الیزابت په وینا کې، چې پرون خپره شوه ویلي، په افغانستان کې د دېره انګلیسي سرتېرو د کار ستاینه وکړه او په مرګ ژوبلې یي خواشیني څرګنده کړه.

په روان کال کې په افغانستان کې ۱۰۶ تنه انګلیس سرتېرو وژل شوي او ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې د انګلیسي سرتېرو لپاره تر ټولو مرګونی کال و.

د بریتانیا ملکي په خپلې وینا کې دغه راز وویل، په افغانستان کې روانو پېښو پر مونږ اغیز کړی او ټول د خپلو ځواکونو په مرګ ژوبلې خواشیني یو.

د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د وژل شویو انګلیسي سرتېرو شمېر ۲۴۰ ته پورته شوی دی.