وسلوالو طالبانوبوبیرګاډال په نامه د یوه امریکایی سرتېري ویډیو فلم خپورکړی

وسله والو طالبانو د Bowe Bergdahl بوبیرګاډال په نامه د یوه امریکایی سرتېري ویډیو فلم خپورکړی، چې پنځه میاشتې پخوا په پکتیکا ولایت کې نیول شوی وو.

امریکایی چارواکو تروسه د اخبره نه ده تایید کړی، چې په ویډیو کې ښکاریدونکی سړی به بیرګډال وي.

په ویډیو کې یو سړی ښکاري، چې عینکی یی په سترګو دي او د امریکایی سرتېرو یونیفورم یی په تن دی.

د ویډیو لاندې لیکل شوی خط وایي، اسیر بو رابرت بیرګاډال . د ویډیو په بلې خوا کې لیکل شوي یو امریکایی سرتېری، چې د افغانستان د اسلامی امارت مجاهدینو نیولی دی.

دغه سړی خپل نوم بیرګاډل پیژني، خپله رتبه او د وینی ګروپ څرګندوي او د خپلی مورنوم اخلي.