په کندهار کې یوه ځان وژونکي برید ګڼ شمېرمړه او ټپیان کړل

افغان پولیس وایي، یو انتحاري بریدکوونکی پرون په کندهار ښار کې ځان والوزاوه، چې په نتیجه کې یی لږ تر لږه اته کسه ووژل او ګن شمېر نورټپیان کړل.

د فرانسې خبری اژانس د کندهار د امنیی د قوماندان د مرستیال فضل احمد شیرزاد له قوله وایي، چې برید د روغتیا د ریاست او یوی مهمانخانې مخې ته شوی، چې کله ناکله بهرنیان په کې اوسي.

په کندهارکې د تېرې اګست په میاشت یولاري بم وچاوده، چې څه د پاسه ۴۰ کسه یې ووژل او لسګونه نوریې ټپیان کړل.