عراقی چارواکي وایي، د هغو پرله پسې بمی چاودنو په نتیجه کې، چې هدف یی د عاشورا لپاره تیاری نیوونکي زیارت کوونکی وو، لږ تر لږه دولس کسه مړه او نوي کسه نور ټپیان شوي دي.
د مثنی خالد په نوم د پولیسو یو افسروویل، لومړنی بم پرون د بغداد جنوب ته ۹۵ کیلومیتره لیری د بابل ولایت په مرکز هیلا ښار کې وچاوده.
ده وویل، چې دوهم بم هغه مهال وچاوده کله، چې پولیس پنځلس دقیقې وروسته د پېښې سیمې ته ورسیدل.
په عین حال کې یوشمېرچارواکو، چې خپل نومونه یی نه دی اخیستي اسوشیتد پرس خبری اژانس ته ویلی دي، چې د بغداد الصدرمینه کې هم یو بم د یوه مړي د تعزیت د مراسمو په خیمه کې چاودلی، چې په نتیجه کې یی ۵ کسه مړه شوی دي.
د بغداد الصدرمینه کی زیاتره شیعه ګان اوسي.